Monday, 29 December 2014

د جهانزيب کالج کارکردګي

په دے کال کښ د انټر په سالانه امتحان کښ د جهانزيب کالج 167 هلکانو د 400 نه په بره نمبرے اغستي دي

او نن د فخر خبره دا ده چه په دے رزلټ کښ د کالج د فرسټ ائير پري انجنئيرنګ يو هلک وسيم شاه په 550 کښ 498 نمبرے تر لاسه کړي او په سوات بورډ کښ ئے اولنے پوزيشن اغستے دے۔ دا د کالج په تاريخ کښ وړمبے ځل دے۔۔۔۔

کښ سوات يونيورسټي ټاپ کړے ده  BScاو  MSc او بله دا چه هم په دے کال کښ د جهانزيب کالج سټوډنټانو په  ۔

او کالج په هر ميدان کښ د ترقئ په لار روان دے۔

خو ضرورت ددے خبرے دے چه مونږ ټول د خپل خپل حيثيت مطابق د کالج د پرنسپل او سټاف سره مرسته او ملاتړ اوکو۔۔۔

تعليمي لطيفه

يو چړيا  ګهر ته هاتهي راوستے شو او اعلان اوشو چه چا دا هاتهي اوژړولو نو هغه له به انعام ورکولے کيږي

 ډيرو خلقو کوشش اوکو خو هاتهي چا اونه ژړوو

په دے کښ يو ځوان راغے او هاتهي ته ئے په غوږ کښ څه اووئے

د ځوان د خبرے اوريده وو چه هاتهي په بړق بړق په ژړا شو۔۔۔۔۔

خلقو د ځوان نه تپوس اوکو چه تا ورته څه اووے

ځوان وے ځه په پرائيويټ سکول کښ استاذ يم ما ورته خپله تنخواه اووے۔۔۔۔۔۔