Thursday, 22 May 2014

د پرائيويټ سکولونو استاذان


هر څوک دا خبره کئ چه د سرکاري سکول ماشومان ډيرے نمبرے نه اخلي او د پرائيويټ سکول ماشومان ډيرے نمبرے اخلي۔۔۔۔۔

او دا په دے چه د سرکاري سکول استاذان کار نه کئ او د پرائيويټ سکول استاذان کار کئ۔۔۔۔۔

خو يو سړے دا نه وئ چه د پرائيويټ سکول استاذان په څومره ګرانه خپله ډيوټي کئ۔۔۔۔۔

يو سړي چرته دا مطالبه اونکړه چه د پرائيويټ سکولونو استاذان هم انسانان دي۔۔۔ د دوي هم څه حقونه دي۔۔۔۔ د دوي هم څه ضروريات دي۔۔۔۔

او دا چه د دوي هم څه سروس سټرکچر پکار دے۔۔۔۔ دوي له هم مناسب تنخواګانے پکار دي۔۔۔۔

دا خو نه ده چه د دوي نه به بے حسابه کار اغستے کيږي او په بدل کښ به ورله هيڅ هم نه ورکولے کيږي۔۔۔۔

په دے استاذانو کښ ډير شمير زنانه او نارينه ډير زيات ضرورتمند وي او دا ئے واحده وسيله وي د خپلو کډو د ساتلو۔۔۔۔

د دوي د حقونو د پاره آواز پورته کول ځمونږ د ټولو ذمه واري ده۔۔۔۔

Sunday, 18 May 2014

په تعليم حصلولو او نمبرے حاصلولو کښ ډير لوۓ فرق دے

چه کوم ماشوم ډيرے نمبرے واخلي مونږ وايو دے قابل دے۔۔۔۔ 

چه د کوم استاد سټوډنټان ډيرے نمبرے واخلي مونږ وايو دے استاد ځان ډير کړولے 
دے د خپلو ماشومانو سره۔۔۔۔

چه د کوم مور پلار بچي ډيرے نمبرے واخلي مونږ وايو دا مور او پلار د خپلو بچو ډير خۀ تربيت کوي۔۔۔۔۔

خو په مونږ کښ ډير کم خلق په دے خبره پوهيږي چه په تعليم حاصلولو او نمبرے حاصلولو کښ ډير لوۓ فرق دے

ضروري نه ده چه يو ماشوم ډيرے نمبرے اغستي وي نو هغه دے د ژوند په هر ميدان کښ قابل وي۔۔۔

بل طرف ته داسے نه ده چه يو ماشوم دے لږے نمبرے اغستي وي نو دے جوړے د ژوند په هر ميدان کښ ناکامه دے۔۔۔۔۔

مونږ له د تعليم او تربيت دا عمل صرف د ډيرو نمبرو اغستو پورے نه دي محدود کول پکار ځکه چه دا يو ٖډير زيات اړخونه لرونکے عمل دے۔۔۔۔۔۔


د ماشومانو د تعليم او تربيت په مختلفو اړخونو ځان پوهه کول

ګرانو ملګرو په دنيا کښ د ټولو نه ګران، پيچيده، نازک او اهم کار د مور و پلار او استاد د پاره د خپلو ماشومانو تعليم او تربيت کول دي۔۔۔۔۔

خو افسوس چه ځمونږ په معاشره کښ دا د ټولو نه آسان، ساده او يو غير اهم کار ګنړلے کيږي۔۔۔۔۔

که مونږ د ماشومانو د تعليم او تربيت په مختلفو اړخونو ځان پوهه کو نو ځمونږ ډيرے مسئلے به بغير د څه کړائو نه حل شي۔۔۔۔۔

Friday, 16 May 2014

د شيراطرپ ماشوم



دا ماشوم د شيراطرپ نه مينګورے ته سبق له راځي۔۔۔۔۔
 چا چه د شيراطرپ لار 
ليدلي وي نو هغه د دے ماشوم د کړاو اندازه لګولے شي۔۔۔۔

خو بيا هم د ده په مخ د اميدونو نه ډکه خندا په ډيرو مړو زړونو کښ د ژوند رنړاګانے خوروي۔۔۔۔۔

په سکولونو کښ د ديني زدکړے کافي انتظام ولے نيشته؟؟؟؟؟



ځمونږ ماشومان هره ورځ په سکولونو کښ پينځه شپږ مضامين وائي او بيا په ماښام کښ د قرآن او نور ديني زدکړے د پاره
 مدرسے ته ځي۔

ګرانو ملګرو تاسو چرته فکر کړے چه په سکولونو کښ د ديني زدکړے کافي انتظام ولے نيشته؟؟؟؟؟

که مونږ د ديني مدرسو په باره کښ دا خبره کوو چه په دے کښ دنياوي علم نيشته نو بيا مونږ له دا هم سوال پکار دے چه په سکولونو کښ ديني علم ولے نيشته او که شته نو بے اثره ولے دے؟؟؟؟؟؟

که ديني زدکړه ضروري نه وي خو خير دے او که ضروري وي نو بيا مونږ له دا سوال ضرور پورته کول پکار دي۔۔۔۔۔۔