Thursday, 2 April 2015

ددے درنے بستے دے ځار شم



پخوا به جينکو ټپے وئيلے۔ يوه ټپه ده چه 
ددے فلاني ټوپک دے ځار شم
په غاړه ستا دے کږه ځه د خياله ځم

په دغه زمانه کښ د مړانے يوه موقع جنګ وو نو ځکه به جينکو غوختل چه د هغو چنغول دے د جنګ په ميدان کښ چرته بے ننګي اونکي
نن د جنګونو خو دا حال دے ولے يو ميدان د مړانے داسے دے چه په هغے کښ هلکانو ته د حوصلے ورکولو ډير ضرورت دے ولے څوک ئے وله نه ورکئ

هسے ما سوچ کوو چه که چرته د نن وخت جونه داسے ټپے وئيل شروع کړي لکه

ددے درنے بستے دے ځار شم 
په غاړه ستا ده کږه ځه د خياله ځم

نو څنګه به ئي

د هلکانو مورال به ددے ټپے سره اوچت نه شي؟

او چه بور سبقونو له لږ رومانټک ټچ ورکړے شي نو د تعليم معيار به ښه نه شي؟

No comments:

Post a Comment