چه کوم ماشوم ډيرے نمبرے واخلي مونږ وايو دے قابل دے۔۔۔۔
چه د کوم استاد سټوډنټان ډيرے نمبرے واخلي مونږ وايو دے استاد ځان ډير کړولے
دے د خپلو ماشومانو سره۔۔۔۔
چه د کوم مور پلار بچي ډيرے نمبرے واخلي مونږ وايو دا مور او پلار د خپلو بچو ډير خۀ تربيت کوي۔۔۔۔۔
خو په مونږ کښ ډير کم خلق په دے خبره پوهيږي چه په تعليم حاصلولو او نمبرے حاصلولو کښ ډير لوۓ فرق دے
ضروري نه ده چه يو ماشوم ډيرے نمبرے اغستي وي نو هغه دے د ژوند په هر ميدان کښ قابل وي۔۔۔
بل طرف ته داسے نه ده چه يو ماشوم دے لږے نمبرے اغستي وي نو دے جوړے د ژوند په هر ميدان کښ ناکامه دے۔۔۔۔۔
مونږ له د تعليم او تربيت دا عمل صرف د ډيرو نمبرو اغستو پورے نه دي محدود کول پکار ځکه چه دا يو ٖډير زيات اړخونه لرونکے عمل دے۔۔۔۔۔۔
No comments:
Post a Comment