Thursday, 22 May 2014

د پرائيويټ سکولونو استاذان


هر څوک دا خبره کئ چه د سرکاري سکول ماشومان ډيرے نمبرے نه اخلي او د پرائيويټ سکول ماشومان ډيرے نمبرے اخلي۔۔۔۔۔

او دا په دے چه د سرکاري سکول استاذان کار نه کئ او د پرائيويټ سکول استاذان کار کئ۔۔۔۔۔

خو يو سړے دا نه وئ چه د پرائيويټ سکول استاذان په څومره ګرانه خپله ډيوټي کئ۔۔۔۔۔

يو سړي چرته دا مطالبه اونکړه چه د پرائيويټ سکولونو استاذان هم انسانان دي۔۔۔ د دوي هم څه حقونه دي۔۔۔۔ د دوي هم څه ضروريات دي۔۔۔۔

او دا چه د دوي هم څه سروس سټرکچر پکار دے۔۔۔۔ دوي له هم مناسب تنخواګانے پکار دي۔۔۔۔

دا خو نه ده چه د دوي نه به بے حسابه کار اغستے کيږي او په بدل کښ به ورله هيڅ هم نه ورکولے کيږي۔۔۔۔

په دے استاذانو کښ ډير شمير زنانه او نارينه ډير زيات ضرورتمند وي او دا ئے واحده وسيله وي د خپلو کډو د ساتلو۔۔۔۔

د دوي د حقونو د پاره آواز پورته کول ځمونږ د ټولو ذمه واري ده۔۔۔۔

No comments:

Post a Comment