ګرانو ملګرو د سرکاري سکول يو استاذ محترم اي ميل کړے دے او ډير په تفصيل سره ئے د خپلو خيالاتو اظهار کړے دے۔
استاذ محترم ليکي چه ځما مقصد خپله دفاع کول نه دي بلکه د تعليم په باره کښ د
خلکو په ذهنونوکښ موجودد څه بے ځايه خبرو اصلاح کول او په تعليمي نظام د يو تعميري تنقيد لاره جوړول دي۔
دلته د هغه د بيان نه دوه خبرے مخے ته راوړل غواړم
اوله دا چه تعليم او تربيت دومره ساده عمل نه دے چه په هغے دے څه سرسري بحث اوکړے شي دا ډير نازک او د احتياط وړ کار دے۔
په استاذ د بے احتياطه تنقيد کولو نه اول خو دے د دے خبرے فيصله اوکړے شي چه د استاذ کار په اصل کښ څه دے۔۔۔۔
آيا د استاذ کار د وړو تعليم او تربيت کول دي
که په اليکشن کښ ډيوټي کول؟
که د پوليو قطرے ورکول؟
که مردم شماري کول؟
دوئيم دا چه په استاذ د تنقيد کولو نه مخکښ دے د دے خبرے خيال اوساتلے شي چه دا تنقيد دے تعميري وي او انداز دے شائسته وي۔
آيا دا انداز مناسب دے چه خبر راشي وئ اے سي نے سکول پر چهاپه مارا؟ دا سکول دے که د چرسو بهټئ؟
په دے ملک کښ خو نورے هم محکمے دي خو څوک ئے بے اودسه نوم هم نه شي اغستے۔
بے شکه د چيک اينډ بيلنس دے يو سخت نظام جوړ کړے شي خو دا دے انتهائي باوقاره او مهذبه وي۔ او دا دے صرف د استاذ دپاره نه وي
(جاري)
No comments:
Post a Comment