ګرانو ملګرو ځمونږ په معاشره کښ د هر کار دپاره څه نه څه ډګري، سرټيفيکيټ او ټريننګ شته خو د افسوس خبره ده چه د مور و پلار جوړيدو دپاره هيڅ نيشته۔۔۔۔
او بيا هم مونږ وايو چه د ماشوم اولنئ مدرسه د مور غيږه ده۔۔۔۔ نو چه مدرسه غير تربيت يافته وي نو مونږ ترے د ماشوم د بهترين تربيت طمع څنګه ساتلے شو۔۔۔
بل طرف ته که مور و پلار تعليم يافته وي هم نو هغو فزکس، کيمسټري ، رياضي او انګريزي وغيره وئيلي وي۔۔۔
تربيت يافته مور و پلار به هغه وي چه child psychology, food and nutrition وغيره ئے وئلي وي۔۔۔۔۔
که چرته مونږ دا کار اوکړے شو نو ځمونږ نورے ډيرے مسئلے به په ډير لږ کړاو حل شي۔۔۔۔
No comments:
Post a Comment